خبرونهنړۍ

پر جګړې ټینګار؛ سوډاني جنرال د سولې له خبرو انکار کړی

نړۍ، د وږي ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون شنبې د دغه هېواد په پورټ ښار کې خبریالانو ته ویلي، چې نه غواړي سویس کې له خپلې مخالفې ډلې د سوډان چټک غبرګون وسلوالو سره د خبرو مېز ته کښېني.

نوموړي د جګړې پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې غواړي سل کاله نور هم جګړه وکړي.

د سوډان روانه کورنۍ جګړه ۱۶ میاشتېنۍ شوه او د دغې جګړې له امله میلیونونه کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او زرګونه نور سوډانیان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

د سعودي عربستان، مصر، امریکا او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند هڅې کېږي خو لا یې کومه کره پایله نه ده ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته