نړۍ، د وږي ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې پر ایران تور پورې کړی، چې ګواکې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، زیاته کړې یې ده، چې تهران د ده له انتخاباتي ډلې څخه اسناد پټ کړي او د ډیموکراتانو په واک کې یې ورکړي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د خپلې سیالې او د ډیموکراتانو د نوماندې کاملا هارېس د بریا په صورت کې به اسرایل له منځه ولاړ شي.
ایران د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ایران او امریکا په منځني ختیځ کې د روانو حالاتو، د تهران اټومي پروګرام او یو شمېر نورو نړیوالو مسایلو پر سر یو بل سره پراخ اختلافات لري.