نړۍ، د لړم ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د صهیونستي رژیم ځینو مخالفو ګوندونو پر تهران د اسرائيلو برید نمایشي بللی او ویلي یې دي، چې د تمې خلاف دغه برید ډېر کمزوری وه.
ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسرائيلو برید یې د تمامي عرضیت نقض بللی، ګواښ یې کړی، چې د نړیوال قانون سره سم به د دغه برید غچ واخلي.
د ایران پوځ دغه برید کې د خپلو دوه تنه پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ګڼشمېر هېوادونو پر ایران دغه برید غندلی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه برید د جېټ الوتکو پر مټ ترسره شوی او ویل کېږي، چې الوتکې د اردن او سوریې له لارې ورغلې دي، خو اردني چارواکو ویلي، چې دغو الوتکو ته یې اجازه نه ده ورکړې.
ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې اسرائيلو لومړی د سوریې د هوایي دفاع سیستم هک او ورسته یې له دغې فضا څخه کار اخیستی دی.