پر اسلامي امارت یو بل باور؛ چې متوجه یاست که نه؟
کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
اوکراین او د فلسطین په غزې تړانګه کې همدا اوس جګړې روانې دي او د نورو چارو د معطل کېدو تر څنګ د جګړو د دغو دواړو سیمو پر فضا د باروړونکو او مسافر وړونکو الوتکو تګ راتګ او پر هوایي ډګرونو یې ناستې ځنډېدلي او یا هم د پام وړ کمې شوې دي.
دا چې شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې تر اوښتون او د اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته د شیرین افغانستان پر فضا د نړیوالو مسافر وړونکو او بار وړونکو الوتکو عبور ودرېد او پر هوایي ډګرونو یې ناسته او سفر کم شو، نو ډېرو دا فکر کاوه، چې ګواکې بیا به کوم نړیوال هوایي شرکت زړه ښه نه کړي، چې الوتکې یې د افغانستان پر فضا تګ راتګ وکړي او یا هم پر هوایي ډګرونو یې ناستې وکړي او دلیل یې هم دا وړاندې کاوه، چې اسلامي امارت به دغې چارې ته د پام وړ امنیت ټینګ نه شي کړای، خو د وخت په تېرېدو د اسلامي امارت امنیتي بنسټونو او ځواکونو ثابته کړه، چې دوی د دغې مهمې چارې د امنیت د ټینګښت ښه پوره وړتیا لري او ثبوت یې دا دی، چې دې وروستیو کې ولیدل شول، چې د نړۍ د مشهورو هوایي شرکتونو الوتکې د افغانستان له فضا څخه د تګ راتګ لپاره ګټه اخلي او پر هوایي ډګرونو یې ناستې کوي.
نو دا د دې ښکارندویي کوي، چې دلته پوره هر اړخیز امنیت دی او نړیوال هوایي شرکتونه یو هېواد ته د خپلو الوتکو د تګ راتګ پرېکړه هغه وخت کوي، چې له ځمکني او فضایي امنیت څخه یې ډاډمن شي.
نو دا تبصره د نښه وي، چې ډېر ژر به له نیوزیلنډ څخه نیولې ان تر کاناډا او امریکا پورې ډېر نور هوایي شرکتونه هم زړه ښه کړي، چې الوتکې یې د افغانستان له فضا څخه د تګ راتګ لپاره استفاده وکړي او د کابل، هرات، کندهار، بلخ، خوست او نورو هوایي ډګرونو ناستې وکړي.
افغانستان پر مخ ځي.