خبرونهنړۍ

پر اسرایلو د حزب الله بریدونه؛ صهیونستي رسنیو درانه بللي

نړۍ، د زمري ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ  

تېره شپه او نن دوشنبې سهار د لبنان حزب الله ډلې د فلسطین په شمالي اشغالي سیمو کې د اسرایلي پوځ مرکزونه او یهودي میشتي ښارګوټي په نښه کړي دي.

اسرایلي رسنیو ویلي، چې حزب الله ډلې شاوخوا ۳۰ توغندي توغولي، چې ښایي صهیونستي لوري ته ډېر درانه تمام شوي وي.

حزب الله ډلې بیا خبر ورکړی، چې دغو بریدونو کې یې د اسرایلي پوځ یو مرکز په دقیقه توګه په نښه کړی.

وړمه شپه هم حزب الله ډلې پر اسرایلو توغندیز بریدونه کړي و، چې اشغالي سیمو کې یې اورلګېدنې رامنځته کړې دي.

د لبنان حزب الله ډله دغه بریدونه له فلسطینیانو څخه د ملاتړ په هدف ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته