پريو شپږ کلن ماشوم ډله ئيز جنسي تيرى وشو .
کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دفندهار په ولايت کې پرون پريو شپږ کلن هلک دسړيو ډله ئيز جنسي تيرى وشو
دقندهار دوالي وياند ضيا دراني دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه دقندهار ښار دپنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې دحاجي عزيز په سيمه کې ترسره شوې ده .
دراني زياته کړه: هغه هلک چې جنسي تيرى پرې شوى دى اوس دقندهار ښار په يو روغتون کې بستر دى .
خبرځاى زياته کړه، دقندهار امنيه قوماندان ددغې پيښې وروسته هغه روغتون ته لاړ چې دغه هلک هلته بستر دى خو دقرباني کورنۍ دجزياتو له ورکولو څخه ډډه کړى .
دراني وويل لومړنۍ څيړنې ښيي چې دغه تيرى په ډله ئيز ډول ترسره شوى خو دوالي دويانددڅرګندونو له مخې پوليسو د پيښې په اړوند خپل کوښښونه پيل کړى اوپه دې لټه کې دي چې دتيري عاملان ونيسي.
دوالي وياند وايي چې په دې اړوند تراوسه څوک نه دى نيول شوى .