خبرونهټولنه

پرون له پاکستان څخه نږدې ۵۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

 کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون ( د مرغومې په ۱۹مه نېټه) د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته ۵۰۰ تنه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د ٢١٢ تنو په ګډون ٣٦ کورنۍ او ٧٤ تنه، چې د یاد هېواد له  زندانونو څخه خوشې شوي وو، په جبري توګه له يادې پولې څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د کډوالو ریاست له لوري د مرستې په موخه د ثبت وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان ته یې د نورو مرستو لپاره ور معرفي کړي دي.

ورته مهال د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې د ۱۸۸ کسانو په ګډون ۳۸ کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې چې د لومړنیو مرستو د تر لاسه کولو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان ته ور پېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته