پرون له پاکستان څخه له ۵۰۰ زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي
کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون د (مرغومې میاشتې په ۱۸مه نېټه) د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه ۵۴۳ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي..
دغه وزارت ویلي چې د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د ۶۱ کورنیو په ګډون ۳۲۲ کسان او ۲۴ تنه د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي د یادې پولې له لارې هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ، چې ۱۹۷ کسان کېږي د تورخم له پولې څخه هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي دي.
یاد وزارت همدارنګه ویلي چې راستانه شوي وګړي د کډوالو د ادارې له ثبت وروسته د مرستو په موخه د نړیوال سازمان عالي کمېشنرۍ دفتر او د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.