خبرونهټولنه

پرون له ایران څخه نږدې ۲زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون له ایران څخه د نږدې ۲زره افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په خپله اکس پاڼه ليکلي، چې پرون د اسلام قلعه بندر له لارې له  ايران څخه  ۱۷۶۴ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغو کسانو له ډلې څخه  ۲۷۳ تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته د مرستې په موخه ورپېژندل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د همدې بندر له لارې څه د پاسه ۲زره افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته