خبرونهټولنهTOP

پرون له ایران څخه تر ۱۰۰۰ زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون له ایران څخه هېواد ته له ۱۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي  دغه هېوادوال د سلواغې پر ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي چې ۱۳۵تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ور پېژندل شوي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې تر لاسه کړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې همدارنګه ۳۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل او ۱۵۶تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته