سیاست

پروفيسور سياف: نر هغه څوک دى چې وينه توييدنه ودروي

 کابل / د زمري ١٧مه / باختر
د سولې مشورتي لويې جرګې نن د متبحر عالم او جهادي شخصيت پروفيسورعبد رب رسول سياف په موقت رياست په کابل کې په کار پيل وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ پروفيسور سياف د غونډې په پيل کې په لنډو خبرو کې وويل: د دې وخت رارسېدلى دى چې په هېواد کې وينه توييدنه بنده شي او نر هغه څوک دى چې وينه توييدنه ودروي.
ده په جرګه کې د خلکو له استازو وغوښتل چې د خپلو مشورو له لارې سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.
د وينا په پاى کې، هغه ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې رييس           معرفي کړ.
د سولې مشورتي جرګه له ٣٤ ولايتونو څخه د٣٢٠٠ استازو په ګډون جوړه شوه           چې له دې جملې څخه ٧٢٠ يې ښځې دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته