خبرونهټولنه

پروان کې ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل د وږي ۲۶مه، باختر

د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د کوه صافي ولسوالۍ په مندي قول کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۲۷۷ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

ورته مهال د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دغې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته