کابل, د زمري ۲۷ مه, باختر
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د دره سرخ په دم جوی کلي کې د دانیدا موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې او پرمټ یې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه شبکې په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
12 1 دقیقه لوستل