خبرونهټولنهروغتیا

پروان کې ۲۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي له منځ یوړل شول

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر

د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له هټیو شل ټنه تاریخ تېر بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او له منځ یوړل شول.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس حافظ راز محمد یاسر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د یاد ریاست اړوند د بی کیفیته، تقلبي او تاریخ تېره توکو د تولید او تورید د مخنیوي کمیسیون او اړوندو اداراتو په مرسته د یاد ولایت بېلابېلو سیمو او ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ ټنه بې کيفيته، تقلبي او تاریخ تېره خوراکي، غیر خوراکي او درملیز توکي راټول شوي، چې نن له منځ یوړل شول.

په ورته وخت کې بیا د یاد ولایت د خوړو او درملو آمر ډاکتر سخي ګل صاحبي وویل، چې د‌ یادې ادارې له لوري تېرو ۴۵ ورځو په ترڅ کې  ۱۹۹۷ قلمه تاریخ تېر او بې‌ کيفيته درملو ترڅنګ زیاته اندازه تاریخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکي راټول کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته