خبرونهټولنه

پروان کې ۱۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لړم ۹ مه، باختر

د پروان ځايي مسوولین وايي د یاد ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو د یوه کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پروان مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه کانال د رغولو چارې  د ۲۲۵ مترو په اوږدوالي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۸۶۵ زره افغانیو په لګښت د لوی کندهار د ساختماني او لوژستیکي شرکت له لوري د سید خېلو ولسوالۍ په قلعه سفید سیمه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې په جوړېدو سره یې ۱۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې او ۳ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.

نوموړي د یادې سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د یاد کانال په ساتلو کې جدي پاملرنه وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته