خبرونهاقتصادټولنه

پروان کې یو سربند جوړ شو 

کابل، د تلې ۲۴ مه، باختر

د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ  کې د یوه سربند په جوړېدو سره د سیمې ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په دمجوی سیمه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادونې وړ ده، چې دغه سربند ۱۰ متره اوږدوالی، ۱.۴ متر لوړوالی او ۶ متره استنادي دېوال لري، چې په جوړېدو سره یې ۲۵۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبه او زرو کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته