پروان کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۸ مه، باختر
د پروان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو آمریت مسوولینو په یاد ولایت کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د پروان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو آمر قاري سمیع الله ساحل باخترآژانس ته ویلي، چې د دغه پروژو په پلې کېدو او د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروګرام له لارې د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ په قلعه باقي کلي کې ۸۰ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا په دغه پروګرام کې د ناروې کمټې په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۳ چکډېمونو جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، د یادو پروژو د پلې کېدو موخه د ځمکې لاندې د اوبو پیاوړتیا، د ځنګلونو وده او پراختیا او د سېلابونو مخنیوی ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته