خبرونهاقتصادTOP

پروان کې د ۲۰۰ زره ډالره په لګښت د پایپونو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر

د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د پایپونو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ.

د دغه کارخونې د پرانیستلو پرمهال د سیاه ګرد ولسوال مولوي غلام محمد جراح وویل، چې دغه کارخونه د یو سوداګر له لوري جوړه شوې ده.

مولوي جراح د دغه سوداګر څخه مننه وکړه، چې د اقتصاد د پیاوړتیا او ځوانانو ته یې د کارموندنې په موخه پانګونه کړې او له نورو پانګه والو څخه هم یې وغوښتل، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د دغه کارخونې مسوول حاجي قند اغا وايي، چې د پایپ کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د خلکو د اقتصاد وده، د کورنیو تولیداتو لوړول او ځوانانو ته د کار پیدا کول دي.

د ویلو ده، چې اوسمهال په دغه کارخونه کې ۱۰ کسان په کار بوخت دي او د وخت په تېرېدو سره به لسګونو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته