کابل د وږي۱۹، باختر
د پروان ولایت ځایي مسوولینو د دغه ولایت په جبل السراج او بګرام ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د غوربند سیندیزې فرعي حوزې رییس حافظ مجیب الرحمن حبیبي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په جبل السراج او بګرام ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د (اف. ای. او) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استنادي دېوالونو د رغولو چارې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې چارې به د څلورو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي او د سیمې لسګونه کسانو ته به په کې د کار کولو زمینه هم برابره شي.