پروان کې د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې
کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملاعبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ریاست له لوري په شینواري ولسوالۍ کې د یو میلیون ۷ سوه زره افغانیو په لګښت د ۹۶ مترو په اوږدوالي د یوه کانال د رغولو چارې پیل شوې دي.
د یادونې وړده، چې د یاد کانال په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او په لسګونه نورې به د سېلابونو له خطره خوندي شي.