خبرونهاقتصادټولنهTOP

پروان کې د څه باندې ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د تاتاري کان استخراج پیل شو

کابل، د غوایی ۲۴ مه، باختر

د پروان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو د یاد ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تاتاري کان د استخراج چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي عبدالقدوس نعماني د باختر آژانس خبریال ته ويلي، چې د کوه صافي ولسوالۍ د تاتاري کان د سپړلو چارې د ۵۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې چې له منځه به یې سیمه کې د ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیزو خدمتونو، د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتیايي اسانتیاوو او د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیايي پروژې پلې شي. 

نوموړي زیاته کړې، چې په تاتاري کان کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

 ورته وخت کې د پروان ولایت مرستیال مفتي محمد ادریس انوري له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د تاتاري کان د سپړلو او استخراج پرمهال چاپیریال او خلکو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

باید وویل شي، چې په پروان کې له ۴۱ کانونه څخه د ۳۰ کانونو سروې شوې او د ۴ هغو د استخراج چارې پیل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته