کابل د زمري ۲۳ مه، باختر
د پروان د پولیسو له نظامي مرکز څخه ۵۷ تنه پولیس د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یاد ولایت د پولیسو د مرکزي ادارې چارو مرستیال انجینراسدالله یرغل د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اتمه دوره کې ۵۷ پولیس له دوه میاشتنیو مسلکي او عقیدتي زده کړو ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ شول.
د پروان د پولیسو د لومړنیو زده کړو آمر مولوی عبدالمتین حیدری له فارغ شویو پولیسو وغوښتل، تر څو په ښه ډول خپل ولس ته خدمت وکړي او دا دروند مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغو پولیسو ته د فراغت سندونه او تصدیق پانې هم ورکړل شوي دي.
11 1 دقیقه لوستل