پروان کې د نږدې ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې
کابل د لړم ۲۲مه، باختر
د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۵۵۷ زره ډالرو په لګښت د یوه چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر سمیع الله ساحل د باختر آژانس خبریال ته ويلي، چې دغه چکډېم د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د سیمې د لسو کلیو د اوبو د کمښت ستونزې به حل کړي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې پروژې کې د سیمې ۹۳۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې دا به د اقتصادي ودې او د ځايي خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.
د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسېدونکو د چکډیم د جوړېدو د دې پروژې هرکلی کړی او د دولت او نورو مرستندویو بنسټونو څخه یې غوښتنه کړې چې په نورو ولسوالیو کې هم ورته پروژې پلي شي، تر څو د خلکو د اوبو د اړتیاوو پوره کولو او د کرنیزو ځمکو لپاره ګټور وي.