خبرونهاقتصاد

پروان کې د نږدې ٢٧٠ زره ډالرو په لګښت د یوې پراختیایي پروژې چارې پیليږي

کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر
د پروان د اقتصاد ریاست مسوولینو د یاد ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶۸ زره ډالرو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې د پلې کېدو خبرورکړی دی.
د پروان د اقتصاد رییس حافظ مجیب الله رحیمي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دغه پروژه کې د ۱۲ کیلومترو په اوږدوالي د نوي سړک جوړول او پراخول او د ۷۲ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې د افغان پراختیايي موسسې په مالي ملاتړ د ۲۶۸ زره ۵۰۷ ډالرو په لګښت د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په مربوطاتو کې پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره د خلکو ګڼې کرنیزې ځمکې او بڼونه د سېلابونو له خطرڅخه خوندي کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته