کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر
د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ مسولین، چارواکي او بڼوالان وایي سږ کال یې د ۵ زره ټنو په شاوخوا کې مڼې یې بازار ته وړاندې کړي.
د شیخ علي ولسوال معشوق منصور باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، دغې ولسوالۍ کې د مڼو سلګونه بڼونه رغول شوي خو سږ کال د اوبو کمښت له امله یې ۲۵ سلنه حاصلات کم شوي دي.
نوموړی وایي چې دغې ولسوالۍ کې د بزګرانو او بڼوالانو ته د لاډېرو اسانتیاوو برابرولو پلان لري او هڅه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ورته وخت کې ځینې بڼ لرونکي د سړو خونو نه شتون او د بازار کم رنګي د خپلو حاصلاتو پر وړاندې لوی خنډ بولي او له حکومت څخه یې د له منځه وړلو غوښتنه کوي.