پروان کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ویلنس فارما تولیدي فابریکه پرانیستل شوه 

کابل, د لېندۍ لومړۍ نېټه, باختر

د پروان سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ویلنس فارما تولیدي فابریکې د پرانیستې خبر ورکړی دی.

په پروان ولایت کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ویلنس فرما رئیس عزیز الله عزیز وویل یاده فابریکه د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې چې په یوه دقیقه کې به د ۶۰۰ دانې پمپرو د تولید ظرفیت ولري او په دغه فابریکه کې به په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ۱۵۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

عزیز زیاته کړې، چې د دې فابریکې دستګاه په ګاونډیو هېوادونو کې شتون نه لري.

هغه ویلي چې دغه فابریکه به په لومړي سر کې د پمپرونو د تولید ترڅنګ نمناک بهداشتي دستمالونه تولید کړي.

په یاده غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د فابریکو د ارزښت په اړه وویل چې  ویلنس فارما تولیدي فابریکه د روغتیایي توکو په تولید کې یو مهم ګام دی، چې د سیمې د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځته کولو، او د هېواد په کچه د صنعتي خودکفایئ لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

عزیزي زیاته کړه چې د دې فابریکې ترڅنګ به نورې فابریکې هم جوړې کړي، چې په زرګونه تنه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل :”مونږ د پانګوالو لپاره د لا زیاتې زمینې برابرولو ژمنه کوو او په دې باور یو چې د ورته پروژو ملاتړ به د هېواد اقتصادي ثبات او ودې کې مهم رول ولوبوي”.

عزیزي زیاته کړې:”موخې ته رسېدلو لپاره باید واړه قدمونه کېږدو ان شاء الله چې ورو ورو به تر لوړو څوکو رسېږو، تاسې به شاهد اوسېږئ په راتلونکي کې به دې ته ورته نورې لویې فابریکې جوړې کړو”.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې د فابریکو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او زرګونو کسانو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته