خبرونهورزش

پروان کې د بدن ښکلا سیالۍ پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۲۳ مه، باختر

د پروان د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو په یاد ولایت کې په بېلا بېلو وزنونو کې د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د بدن ښکلا څوارلسم پړاو سیالیو د ترسره کولو خبرورکړی دی.

د پروان د بدني روزنې او سپورټ آمریت د بدن ښکلا څوارلسم پړاو سيالۍ یې د مرکز ملي ټیم ته د غوره څېرو د ټاکنو په موخه د چاریکارو ښار په لوبغالي کې د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د مرکز او ولسوالیو په کچه په بېلا بېلو وزنونو کې پیل شوې دي.

په ورته وخت کې یو لوبغاړی مدیرآغا چې لومړی مقام یې خپل کړی د پروان د بدني روزنې اوسپورټ له آمریت څخه د مننې ترڅنګ له مسوولینو څخه وغوښتل چې نورو ورزشکارانو ته هم د دغه شان سیالیو زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته