خبرونهټولنه

پروان کې د اوبو لګولو یو ساختمان (ترناب) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د تلې ۱۶مه، باختر 

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پروان ولایت کې ګټې اخیستنې ته د اوبو لګولو د یوه ساختمان (ترناب) د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د مالیې وزارت له بودیجې څخه د دغه ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په تنګي ماجن کلي کې د څه باندې ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو ساختمان ترناب د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د اوبو لګولو دغه ساختمان ۴۰ متره اوږدوالی او ۴ متره کانال لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته