کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پروان کې د اوبو لګولو د یوه کانال جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د مالیې وزارت له بودیجې څخه د دغه ولایت د سید خیل ولسوالۍ په قلعه سفید کلي کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د یاد کانال د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د یاد کلي د اوسیدونکو د میوو باغونه او شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د سېلابونو د مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د چکډیمونو او کانالونو جوړولو چارې روانې دي.