پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې
کابل، د زمري ۱۰ مه، باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز چاریکارو ښارو کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یادې شبکې د جوړېدو چارې د یاد ولایت د مرکز چاریکارو په بایان پایین کلي کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د خلکو په ۱۰ سلنه وندې سره د ۶ میلیونه ۸۲۰ زره ۸۸۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژورتیا د یوې څاه کیندل، د لمریزې برېښنا سیسټم، د ۷ زره ۸۷۷ مترو په اوږدوالي د ۲۰ متره مکعب اوبو د زېرمې جوړول شامل دي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه شبکې د چارو په پیل کېدو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.