خبرونهTOPورزش

پرله پسې بریاوې؛ افغانستان د کرېکټ په شل اوریز نړیوال جام کې ۸ غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۴ ز کال د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې نن پاپو نیو ګیني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ۸ غوره لوبډلو ته لار ومونده.
د دغه سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
سیالې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۹۶ منډې هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې د افغانستان په ګټه فضل الحق فاروقي یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه او درې لوبغاړي یې اوټ کړل.
دغه راز نوین الحق دوه او نور احمد لکڼوال هم یو لوبغاړی اوټ کړ.
ورته مهال افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه او ورکړل شوی هدف یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۵.۱ اورونو کې پوره او د ۷ ویکټو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې په دې سره یې د روان ۲۰۲۴ ز کال د شل اوریز نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو ته لاره ومونده.
په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه ګلبدین نایب ښه لوبه وکړه او ۴۹ً منډې یې جوړې کړې.
د کرېکټ د مبصرینو په وینا، اټکل کېږي چې افغان لوبډله به د ۸ غوره لوبډلو په جدول کې له هند او آسترالیا سره مخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته