کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٢
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامد کرزي په کابل او لښکرګاه کې پروني تروريستي بريدونه په ډيرو سختو الفاظوسره وغندل.
حامد کرزي دغه بريدونه چې له امله يې زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان او ټپيان شول؛ د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو پرخلاف وبلل او دغه نه بخښوونکي عمل يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
پخواني جمهور رييس د لوى خداى (ج) له دربارڅخه د دغې دردوونکې پيښې شهيدانو ته د فردوس جنت، کورنيو او دوستانو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته يې د سملاسي روغتيا هيله وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ