سیاست

پخواني جمهور رييس نه غواړي دفتر يې په بودجوي واحد بدل شي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥

په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د روان کال د ثور د مياشتې د پنځلسمې نيټې (لسمې) ګڼې فرمان د دولتي ادارو له خوا مطبوعاتو ته لاره موندلې ده چې په متن کې يې په مستقل بودجوي واحد د پخواني جمهور رييس د دفتر د بدليدو يادونه شوې ده .

د باختر آژانس د خبرله مخې:

په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند د پخواني جمهور رييس د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي:

د افغانستان د پخواني جمهور رييس د دفتر د روان کال د ثور د مياشتې د پنځلسمې نيټې د لسمې ګڼې فرمان په باب د روان کال د زمري د مياشتې د اوومې نيټې د ٦٧ ګڼه ليک په ترڅ کې په رسمي ډول د چارو د ادارې لوى رياست ته ليکل شوي و چې د جمهوري رياست د دغې مهربانى له امله مننه کوي، خو د کوچنى تشکيل او لږې بودجې په پام کې نيولو سره، دغه دفتر لازمه نه بولي چې د پخواني جمهور رييس دفترپه مستقل بودجوي واحد بدل شي.

پخواني جمهور رييس حامدکرزي اوس د خپل دفتر لپاره هيڅ راز ودانۍ په واک کې نه لري او خپلې دفتري چارې په خپل کورکې ترسره کوي، ځکه هغه ودانۍ چې دولت د دوى د استوګنې لپاره جوړه کړې وه؛ د استفادې لپاره يې نه دې ورکړې، هغه يې د پراختيا او مجلل والي په علت د ځان د استوګنې لپاره مناسب نه بولي؛ دغه ودانۍ اوس د سپيدار ماڼۍ په نامه نومول شوې ده او اجراييه رييس ورڅخه استفاده کوي.

د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي په هيڅ صورت له هغه څه څخه زيات چې په اساسي قانون او په نورو نافذو قوانينوکې ليکل شوي دي؛ د نورو امتيازونو غوښتنه نه ده کړې او نه يې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته