خبرونهنړۍ

پاکستان کې عمومي ټاکنې پیل شوې دي

نړۍ، د سلواغې ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

پاکستان کې د دغه هېواد عمومي ټاکنې نن پنجشنبې سهار پیل شوې او ټاکل شوې په ځایي وخت تر مازیګر ۵ بجو پورې دوام وکړي.

ویل کېږي، ځینو سیمو کې به د رایې اچونې پروسه د یو یا دوه ساعتونو پورې وغځېږي.

میلوینونه پاکستانیان به په دغو ټاکنو کې د هېواد فدرالي او ایالتي استازي وټاکي او دغه راز د همدغو ټاکنو په پایله کې به د هېواد لومړی وزیر هم وټاکل شي.

د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو او سیمو کې ټاکنې پیل شوې دي او ټاکل شوې ۱۲۸ میلیونه د رایې ورکونې په شرایطو برابر پاکستانیان د عمومي اسمبلۍ د ۲۶۶ استازو د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

د دغو ۲۶۶ استازو له ډلې ۴۵ یې خیبر پښتونخوا، ۳ یې مرکزي سیمې اسلام اباد، ۶۱ یې سند، ۱۶ بلوچستان او تر ټولو ډېر ۱۴۱ یې پنجاب پورې تړلي دي.

دغه استازي د پاکستان له بېلابېلو ګوندونو څخه استازولي کوي او پارلمان کې د اکثریت ګټونکي ګوند مشر به د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي.

د پاکستان په ننیو ټاکنو کې ټولټال ۵ زره ۱۲۱ نوماندان د فدرالي او ۱۲ زره ۶۹۵ نوماندان د ایالتي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د دغو ټاکنو لپاره ۱۲۸ میلیونه رایې پاڼې چاپ شوې دي، چې ممکن وکارول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته