اسلام آباد ايرنا/ باختر دچنګاښ دمياشتې ٩ :
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د يوې وينا په صادرولو سره واشنګټن ته د هند د صدر اعظم د وروستي سفر په غبرګون، په هند د امريکا د هر راز پرمختللې پوځي ټکنالوجۍ او تجهيزاتو د پلورلو په نسبت خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه.
د ايران د دولتي خبري آژانس د انټرنټي سايټ په ليکنه، د دغې وينا په يوه برخه کې ليکل شوي دي چې پاکستان په هند د پرمختللې پوځي ټکنالوجۍ د پلورلو په نسبت سخت انديښمن دى او په هند د دغه شان ټکنالوجۍ او تجهيزاتو پلورل کولاى شي په سيمه کې د پوځي توازن د دړې وړې کولو او د آسيا د جنوب په ثبات د ګوزارونو سبب شي.
د پاکستان حکومت په دې وينا کې ټينګار کړى دى چې د هند لاسته د پرمختللې پوځي ټکنالوجۍ لويدل، کولاى شي نوى ډيلى په سيمه کې د يرغليز پوځي دکترين د نيولو په لور ترغيب کړي.
د همدې خبر له مخې: د پوځي همکاريو په برخه کې د هند او امريکا ترمنځ يوه نوې موافقه، په هندکې د امريکا د (اف١٦) د پرمختللې جنګي الوتکې د توليد د کرښې ايجادول دي.
0 1 دقیقه لوستل