خبرونهTOPورزش

پاکستان له شل اوریز نړيوال جام څخه بهر شو

کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
د روان ۲۰۲۴ ز کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې د اېرلنډ او امریکا لوبډلو ترمنځ د لوبې د مساوي کېدو نه وروسته پاکستان له دغه جام څخه بهر شو.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله چې پرون یې د امريکا او ايرلنډ لوبه کې د ايرلنډ بريا ته په تمه وه، لوبه د باران له کبله لغوه شوه، چې د کرېکټ د قانون له مخې دواړو لوبډلو ته یوه – یوه نومره ورکړل شوه او امریکا په ګروپي پړاو کې د دوه بریاوو او پینځو نومرو په لرلو سره د نړیوال جام دویم پړاو ته لار پیدا کړه.
پاکستان درې سیالۍ ترسره کړي، چۍ دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هم اتو غوره لوبډلو ته لاره موندلې او په خپل ګروپ کې به له هند او استرالیا سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته