سیاست

پاکستان د بې ثباتۍ عامل او د سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ په وړاندې خنډ

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې ښيي د پاکستان صدر اعظم نوازشريف د کاسا_ ١٠٠٠  په پروژه کې د هندله شموليت سره مخالفت کړى او دليل يې هم د کشمير مسئله بلل شوې ده .
د باختر آژانس خبريال ليکي: په دې وروستيو وختوکې د کاسا- ١٠٠٠  د پروژې  د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښارکې جوړه شوه.
د دغې غوندې د جوړولو موخه د دغې پروژې د عملي کولو په اړوند د غړو هېوادونو د کړنو څيړنه وه.
پاکستاني رسنيو ويلي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمداشرف غني وړانديز وکړ چې هند دې په دې پروژه کې شامل شي، خو نوازشريف دغه وړانديز  رد کړ.
نوازشريف  ويلي دي : هند همدا اوس له ډول ډول وسلو سره په استفادې سره د کشمير د خلکو پرخلاف په جګړه کې دى او د نړۍ په دې سيمه کې نسل وژنه  کوي، موږ څه ډول کولاى  شو  په  دغه   شان  حالت کې  له   ډيلي سره اقتصادي اړيکې ټينګې کړو؟
سره له دې  چې د پاکستان صدر اعظم افغانستان او پاکستان ته د دغې پروژې  د اقتصادي اهميت يادونه کړې ده، په ډاګه په دې پروژه کې د هند له ګډون سره         خپل مخالفت اعلام کړى دى.
د اکسپرس نيوز په ګډون پاکستاني رسنيو ويلي دي چې د کاسا_ ١٠٠٠  غونډې په دې پروژه کې د هند د شموليت په باب د جمهوررئيس غني وړانديز او د نوازشريف له خوا د هغه رد د دغې غونډې  نتيجې دومره ګټورې نه دي بللې .
د افغانستان د سياسي کارپوهانو په باور : پاکستان چې په خپله په سيمه کې د افراطيت، تروريزم، کړکيچ او د بې باورۍ د رواجوړلو  عامل دى، له بل هر څه څخه زيات په افغانستان او منځنۍ آسيا کې د هند د اقتصادي نفوذ له امله انديښمن دى .
پاکستان همدا اوس هلې ځلې کوي چې په دغو هېوادونوکې د هند د اقتصادي نفوذ د پراختيا خنډ شي. لکه څنګه چې د کلونو کلونو په اوږدوکې بې مورده او بې مانا خبرې او تورونه د افغانستان او هند ترمنځ  د ترانزيتي اړيکو د ټينګښت  خنډ شوي دي.
په همدې ترتيب په وچې پورې د يوه تړلي هېواد په توګه دپاکستان له سمندري بندرونو څخه د استفادې د حق په اړوند چې دغه پروژې به يو اړخيزې ګتې ولري،
د افغانستان په برخه کې زياتې حق تلفۍ شوې دي.
که چيرې نن پاکستان د کشمير مسئلې په پلمه په سيمه کې په سترو اقتصادي  پروژوکې د هند د شتون خنډ کيږي او دليل يې هم د کشمير د خلکو په وړاندې د هند له خوا د وسلو کارول بلل کيږي، پاکستان په خپله کلونه کلونه کيږي چې  افغانستان ته باروت ، ځانمرګي او انسان وژونکي تروريستان او په پاى کې کرکه او نفرت صادروي.
که چيري  خبره د مجازاتو او ګوت څنډونه وي، دا پاکستان دى چې بايد په لومړي ګام کې مجازات شي .
پاکستان نه يوازې افغانستان ته ځانمرګي بريدګر او تروريست استوي، بلکې په عملي توګه د منځنۍ آسيا په هېوادونو، چين ، روسيه او هندکې د بنسټپالنې  په رواجولوکې رول لري او د ايران دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره هم مالي او لوژستيکي ملاتړ کوي.
پاکستان په سوداګرۍ او اقتصادي پروګرامونوکې افغانستان ته مزاحمت په پيدا کولو او د ترانزيت له لارې د افغانستان د پيوستون په مخنيوي، دتروريستانو په روزنې او د تروريستي او افراطي شبکو په  جوړوي سره د سيمې د بې ثباتۍ او    نا امنۍ  لپاره د اصلي  عامل په توګه تبارز کړى دى او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو په ټينګښت او د سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ په کارکې اصلي خنډ دى.
په داسې حال کې چې  په خپله سخته  علاقه لري چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته ورسيږي او په همدې موخه د افغانستان پرخلاف له هر ممکن فشار استفاده وکړي
پاکستان چې په  خپله انرژۍ  ته سخت ا حتياج لري او کاسا_ ١٠٠٠  د ځان لپاره يو فرصت بولي، خو نورو ته د ترانزيت، سوداګرۍ او ظرفيت  جوړولو حق نه ورکوي.
د افغان سياسي کارپوهانو او د اقتصادي ماهرانو په باور: زموږ د هېواد دولتي چارواکي بايد د کاسا _ ١٠٠٠  د پروژې په شان د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې زيات اجرايوي اړخونه يې په پام کې ونيسي او بايد نور هېوادونه داسې زمينه برابره نه کړي چې دغه پروژې يو اړخيزې ګټې ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته