سیاست

پاکستان د افغانستان د جمهور رييس د لومړۍ مرستيال د مړينې له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.

اسلام آباد- نيوزنو – باختر دکب دمياشتې ١٩
دپاکستان جمهوريت او صدراعظم  د ژورې خپګان او ډاډګيرنې دڅرګندونو په
ترڅ کې دمارشال محمد قسيم فهيم  دمړينې له امله دافغانستان جمهور رييس
ته  د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل .
باختر آژانس دپاکستانى خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
دمارشال فهيم دمړينې په نسبت دپاکستان جمهور رييس او صدراعظم په خپلو جلاجلا پيغامونو کې خپله غمشريکي څرګنده کړې ده او ځان يې دافغانستان دخلکو په غمونو کې شريک بللى دى .
د وى دغه راز دخپلې خواخوږۍ  مراتب د اروښاد دکورنۍ او د افغانستان حکومت او خلکو ته څرګندکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته