کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
دپاکستان حکومت چې دهرې ورځې په تيريدو سره له پاکستان څخه وتلو ته دافغان مهاجرينو داړ ايستلو په موخه هغوى ته دژوندانه ساحه لاپسې تنګوي ، داځلې اعلام کړى دى چې غواړي د څه ناڅه زرو افغان کورنيو دغړو داستوګنې کارتونه باطل کړي.
دپاکستاني رسنيو دخبرله مخې : دخيبر پښتونحوا دايالتي حکومت دکورنيو چارو وزارت چې د يو زيات شمير افغان مهاجرينو کوربه دى ، اعلام کړى دى چې په پاکستان کې دافغان مهاجرينو د څه ناڅه زرو کورنيو لومړى درجه خپلوان ددغه هېواد په حساسو مرکزونو کې په فعاليت بوخت دي او دخيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ددغو افغان کورنيو ليستونه برابر کړي او دفدرالي حکومت دکورنيو چارو وزارت په واک کې يې ورکړي دي اوپه پاکستان کې دهغوى داستوګنې دمدارکو دباطلولو او ډيل پرته له دغه هېواد څخه دهغوى د ايستلو غوښتنه کړې ده .
په اوسنيو شرايطو کې کابو يونيم مليون تنه ثبت شوي او داستوګنې دمدارکو لرونکي افغان مهاجرين په پاکستان کې شپې سباکوي ، کابو په همدې شمير افغانان هم په غير قانوني او په ناثبت شوي ډول په پاکستان کې شته . څه موده مخکې دپاکستان دسرحدي سيمو دچارو وزير عبدالقادر بلوڅ چې په دغه هېواد کې دافغان مهاجرينو موضوع په خپل کاري صلاحيت کې لري دايرنا له خبريال سره په خبرو کې اعلام وکړ چې روان ميلادي کال وروستۍ شپې ورځې له پاکستان څخه دوتلو لپاره دافغان مهاجرينو وروستى فرصت دى او له دغې نيټې وروسته به په پاکستان کې له ټولو افغانانو سره دغيرقانوني مهاجرينو په توګه چلند وشي .
مخکې له دې افغان مهاجرينو دستنيدو لپاره دپاکستان له خوا ټاکل شوى مهلت دروان کال دچنګاښ دمياشتې ١١ نيټه وه . خو دپاکستان حکومت دغه مهلت شپږ مياشتې نور او هغه هم ددسمبر دمياشتې تر ٣١نيټې پورې تمديد کړه او اعلام يې کړى دى چې له دغې نيټې وروسته به دافغان مهاجرينو داستوګنې کارتونه بيا تمديد نه شي او دکارتونو نه تمديديدل به په پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو دشتون دوام غير قانوني وي.
په ټوليزه توګه کابو درې مليونه تنه افغان مهاجرين په پاکستان کې شپې سبا کوي او ټول يې خپل هېواد ته دستنيدو هيله لري خو وايي چې دسولې دمدعيانو دپرديو پنځلس کلن شتون او له تروريزم سره مبارزې نه يوازې په افغانستان کې سوله تامين نه کړه بلکې په افغانستان کې امنيتي حالت څو برابره خراب شوي دي ، لکه څنګه چې ددغه هېواد شرايطو دخپلو مهاجــــرو خلکو دمنلو لپاره مناسب نه دي.
0 2 دقیقې لوستل