نړۍ

پاکستان دحقاني شبکه اود جماعت الدعوت شبکه دممنوعه ډلو په لست کې شامل کړي دي

اسلام آباد ډي ډان   باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
دتروريزم پرخلاف  دملي اقدام  دطرحې په نسبت  په يو  حرکت کې دپاکستان دکورنيو چارو وزارت   جماعت الدعوت ډله او دحقاني شبکه  دمنع کړاى شوي  ډلو  په فهرست کې شامل   کړى دى .
باخترآ ژانس  دپاکستان دډان  دورځپاڼې له خولې خبر راکړ :  دپاکستان دکورنيو چارو  وزارت يوه مقام له دغې ورځپاڼې سره په خبرو کې  وويل :  چې امريکا دالقاعده شبکه  او دجماعت الدعوت  ډله  د منع کړاى شويو ډلو  په لست کې شامل کړى و  خو دغه موضوع ځنډول شوې وه .
ده زياته کړه  چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دتروريستانوله خوا  په پيښور ښارکې  دپوځيانو تر ادارې لاندې   په يوه ښوونځي بريد ددې سبب شو چې  حکومت دښو او بدو طالبانو  ترمنځ  له توپير پرته  دياغي سازمانونو پرخلاف اقدام وکړي .
دهغو سندونوله مخې   چې دډان  دورځپاڼې په  واک کې دي دپاکستان د کورنيو  چارو وزارت زياته کړې ده  چې  حرکت الجهاد اسلامي ، حرکت المجاهدين ، دبنياد فلاح انسانيت  ، هماي تعمير  نو،  دحاجي خير الله ، حاجي ستار ، روشن ، بنيادالاختر ،  داسعارو دتبا دلې ، راحت لمتد ، بنياد الراشد،.   دحقاني شبکه  او د جماعت الدعوت ډله  دمنع کړاى شويو سازمانونو په لس کې شامل  کړې ده .
اسلام آباد ته دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري د وروستي سفر په بهېرکې  دمنع  کړاى شويو  سازمانونو   په لست کې  دحقاني دشبکې او دجماعت الدعوت دډلې  له شاملولو څخه  دپاکستان دحکومت دتصميم له امله  قدر داني وکړه.
جان کري وويل   چې حکومت مخکې له دې   په دې باب انديښنه څر ګنده کړې  
اودحقاني دشبکې اودجماعت الدعوت دډلې په ګډون  دمنع کړاى شويو ډلو دشتمنيو په بندولو  سملاسي اقدام وکړي .
دحقاني په شبکې  په افغانستان کې  دامريکا په مشرۍ  په بهرنيو ځواکونو دبريدونو تور لګول شوى دى .
امريکا په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې د حقاني شبکه ديوې تروريستي  ډلې په توګه معرفي کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته