سیاست

پاکستان دتورخم بندر دافغانانو پرمخ وتاړه .

کابل باختر دسلواغي اتمه
دپاکستان   سرحدي  مامورينو دتورخم بندر دافغانانو پرمخ وتاړه .
  درارسيدلو خبرونو له مخې دغه بندر له پرون سهار راپديخوا دترافيکو  پرمخ تړل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې هره ورځ په زرګونو تنه افغانان له خپلو خپلوانو سره دکتنې او درملنې لپاره پاکستان ته ځي .
  ويل کيږي چې همدا اوس دښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو تنه افغانان چې دافغانستان له بيلابيلو سيمو څخه دتورخم بندر ته رسيدلي دي په بې صبري  سره  ددغه بندر بيا پرانستلو ته سترګي پرلاره دي .
سيد علم دافغانستان په لويديځ غور ولايت کې ژوند کوي دى وايي چې دخپلې مور ددرملنې لپاره غواړي پيښور ته لاړ شي خو دوه ورځې کيږي چې ددغه بندر پرانستلو ته سترګي په لاره دي .
  په تورخم بندر کې ستر هوټلونه نشته چې ټولو بند پاتي شويو کسانو ته ځاى ورکړي له دې امله سيد علم وايي  چې دښځو اوماشومانو په ګډون په سلګونو تنه په بدحالت کې ددوکانونو ترسيوري لاندې ددغه بندر دپرانستلو لپاره سترګي پرلاره دي .
   دى له دې امله ويره لري چې پيسي يې په دې بندر کې خلاصي شي او دى دخپلې مور ددرملنې لپاره مجال پيدا نه کړي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوي ادريس  مومند له باختر اژانس  سره په اړيکه کې دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا دتورهم بندر تړل کيدل تاييد کړل اووي ويل چې ددغه بندر دبيا پرانستلو لپاره خبرې روانې دي .
په همدي حال کې دپاکستان سرحدي مامورينو ويلي دي چې له دې وروسته يوازي هغو افغانانو ته چې ددغه هيواد ويزه لري له تورخم بندر څخه دتيريدو اجازه  ورکوي
داپه داسې حال کې ده چې په سلو کې څه دپاسه نوي هغه افغانان چې درملنې او کار لپاره پاکستان ته تګ راتګ  کوي ، ويزې نه لري . کارګرو او درملنې ته اړو افغانانو کلونه کلونه دويزي له لرلو پرته په تورخم بندر کې تګ راتګ کاوه خو په دي وروستيو وختو کې پاکستاني مقاماتو په دې بندر کې په تګ راتګ باندې بنديز لګولي دي
په ځينو مواردوکې دپاکستان  دامنيتي مامورينو له خوا له تورخم بندر څخه هغه خوا دافغانانو دپيسو دلوټولو او د وهلو او ډبولو په ګډون دناسم چلند رپوټ هم ترلاسه شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته