نړۍ

پاکستان دتروريستانو داعدام دبندولو لپاره د ملګروملتو د سازمان او د لويديځ غوښتنې ته، نه وويل

اسلام آباد ايرنا باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
پاکستان  دتروريستانو داعدامولو دبهيردبندولو په باب دملګروملتو دسازمان  او د اروپا د اتحاديې غوښتنو ته  له پاملرنې پرته ، غواړي  تروريستانو ته د اعدام د مجازاتو د ممنوعيت دلغوه کولو په باب ددغه هېواد دصدراعظم لارښوونه  عملي کړي.
دپاکستاني رسنيو دخبرله مخې :  ددغه هېواد  دصدراعظم ويندوى مصدق ملک  په دې باب چې پاکستان دې بايد په دغه هېواد کې  داعدامونو وروستى بهير وځنډوي ؛ د اروپا داتحاديې  او دملګروملتو دسازمان  دويناوو په غبرګون کې  ويلي دي  چې   په تروريستانو داعدام دمجازاتو اجرا کول په هېڅ صورت   دنړيوالو  قوانيو ترپښو لاندې کول نه دي  ،بلکې  دپاکستان  دامنيت دپياوړتيا په لاره کې يو ګام بلل کيږي .
ددغه ويندوى دڅرګندونوله مخې :  پاکستان دنړيوالو قوانينو درناوى کوي  خو نړيوال بنسټونه دې هم بايد هير نه کړي  چې پاکستان   په ډيرو سختو اوفوق العاده شرايطو کې  دى اوله فوق العاده شرايطو څخه تيريدل هم  دفوق العاده اقداماتو ترسره کولو ته اړتيالري .
دغه راز دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت وياندې ميرمن تسنيم اسلم  په يوه انټرنتي پيغام کې  اعلام وکړ چې  پاکستان په ښه توګه  دملګروملتو دسازمان دبشر د حقوقو  دکنوانسيونونو  دقوانينو او مقرراتو په وړاندې  په  خپلو ژمنو پوهيږي او دتروريستانو اعدامول  له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه نه ده.
دملګروملتو دسازمان عمومي منشي د تيرې جمعې په ورځ د پاکستان له صدراعظم سره په ټيلفوني اړيکه کې داسلام آباد له حکومت څخه وغوښتل چې داعدامونو دنوي بهير دبندولو په ترڅ کې دې يو ځل بيا په دغه هېوادکې داعدام دحکم عمل کول منع کړي .
نوازشريف دروان کال دليندۍ دمياشتې په  ٢٦نيټه  دپيښور په مدرسې له ځانمرګي تروريستي بريد وروسته په  رسمي ډول اعلام وکړ چې په  تروريستانو    داعدام دحکم دعملي کولو   ځنډول  بايد  لرې شي .
ددغه تصميم دنيول کيدو له وخت  څخه تراوسه پورې يوشمېر تروريستان په دار ځړول شوي دي او درارسيدلو خبرونوله مخې په سلګونو تنه نور به  په نږدې راتلوونکي کې  اعدام شي .
تيره اوونۍ  د اروپا اتحاديې هم  په تروريستانو  داعدام دحکم  دعملي کولو  دبيا پيلولو په باب  دپاکستان دحکومت  دنوي تصميم په وړاندې  غبر ګون وښوده   او ديوې وينا په صادرولو سره چې  کولاى شو هغه  دتروريستانو لپاره   يو ډول   نا هيلي وبولو   ، اعلام وکړ   چې دتروريستانو اعدام به له تروريزم سره دمبارزې له بهيرسره  کومه  مرسته ونه کړي .
دامريکا متحده ايالاتو   په دې ترڅ کې دملګروملتو دسازمان او د اروپا د اتحاديې پرخلاف غبرګون ښودلى دى او اعلام يې کړى دى چې داعدامونو موضوع دپاکستان دکورنيو مسئلو يوه برخه ده .
دا په داسې حال کې ده  چې امريکا  په نورو هېوادونو کې  دمجرمينو داعدام دموضوع په باب  بل ډول غبرګون   اودريځ ښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته