نړۍ

پاکستان :دافغانستان دسولې دخبرو دبيا پيلولو وخت نږدې شوى دى .

اسلام اباد  باختر دتلي اته ويشتمه :
  دپاکستان يوه جګپوړي  مقام ويلي دي چې ددغه هيواد او دافغانستان دسولې دخبرو دځينو نورو اړخونو دپردې  تر چټ هڅو ، داسې شرايط برابر کړي دي چې ښايي په نږدې راتلوونکي کې دافغانستان دطالبانو او دکابل ترمنځ دسولې دخبرو دبيا پيلولو سبب شي .
دغه پاکستاني مقام چې دافغانستان دسولې دخبرو د بيا پيلولو دمرستې لپاره دپردې ترچټ  هلوځلو  او کانالونو سره په اړيکه کې دى او دنامه له اخستلو څخه يې ډډه کړې ده دپاکستان داکسپرس  تريبيون ورځپاڼې ته ويلي دي هيله کيږي چې په راتلوونکو ورځو کې دخبرو دبيا پيلولو لپاره  پرمختګونه وشي .
اکسپرس  تريبيون  دپاکستان ددغه جګپوړي   مقام له خولې  وليکل دافغانستان دسولې دخبرو دبيا پيلولو موضوع به امريکا ته دپاکستان د صدراعظم محمد نوازشريف  دروانې اوونۍ په سفر کې دخبرو يوه ډيره مهمه  موضوع وي په زيات احتمال سره په نږدې  راتلوونکې کې به په  دې برخه کې يولړ پرمختګونه وشي .
  دغه پاکستاني مقام په دې بيان سره چې داسې لاسونه په کار کې   دي چې دخبرو دبيا پيلولو خنډ شي ويلي دي چې پاکستان د افغانستان دسولې دخبرو دبهير دبيا پيلولو لپاره هلې ځلې کوي . نږدې  درې مياشتې مخکې دپاکستان په منځګړيتوب او کوربه توب دافغانستان دطالبانو او ددغه هيواد دحکومت دسولې دخبرو لومړى  پړاو په اسلام ابادکې ترسره شو چې په دغو خبرو کې دچين ددولت استازو او البته  دامريکا  ددولت استازو هم برخه لرله .
خو دافغانستان دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر  دمرګ دخبرو داعلام په دليل ددغو خبرو ددويم پړاوله ترسره کيدو څخه يواځې دوه ورځې مخکې په ناڅاپي  ډول هرڅه په ټپه ودريدل او په تيرو نږدې دريو مياشتو کې دافغانستان ددولت او دطالبانو ترمنځ واټنونه  بيا زيات شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته