امنیت

پاکستان ته دچارتراشو دل قاچاق مخه ونيول شوه .

کابل باختر د چنګاښ  لسمه :
پاکستان ته دلسګونو ټنوچارتراش  لرګيو دقاچاقو مخه ونيول شوه .
دننګرهار امنيتي ځواکونه وايي چې دچارتراشو يوه سترانډى  يې نيولې دى .
دچارتراشو  دلېږدونې دموټر چلوونکي دامنيتي ځواکونو په رسيدو سره تښتيدلى دى .
دننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې چارتراش لرګي دهېواد دختيځ  له ځنګلونو څخه اره شوي وو اوپاکستان ته قاچاق کېدل .
داپه داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه پاکستان ته دچارتراشو لرګيو قاچاق زيات شوي دي .
سيمه ييز خبرځايونه وايي وسله وال طالبان او دسيمې زورواکى پاکستان ته دچارتراشو په قاچاقو کې لاس لري .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته