پاکستان باید په خپله خاوره کې د شریرو کړیو د فعالیت مخه ونیسي

کابل، د مرغومي ۹ مه، باختر
تبصره
په وروستیو کې د اسلام اباد تر واک لاندې د بلوچستان په مستونګ او ځینو نورو سیمو کې د هغو شریرو کړیو د فعالیت خبرونه خپرېږي، چې افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امنیت د ګدوډولو هڅې کوي.
تازه د بلوڅ بېلتون پالو یوې مشرې ډاکټر صبیحه بلوچ ویلي، چې اسلام اباد په منظم ډول په مستونګ سیمه کې د داعش مرکزونه جوړوي، روزنه ورکوي او امکانات ورته برابروي، چې دغه کړنه یې سیمه کې د امنیتي وضعیت د ګډوډېدو سبب شوی دی.
دغه راز د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم ویلي وه، چې د هېواد په ځینو برخو کې د یادې ډلې له لوري ترسره کېدونکي بریدونه په بلوچستان کې پلان شوي و.
دغه ډول خبرونه او د بلوڅ او افغان مسولینو څرګندونې ښيي، چې د اسلام اباد تر واک لاندې سیمو کې شریرې او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوونکې کړۍ فعالیت لري دا ډلې نه یوازې د پاکستان د داخلي امنیت لپاره خطرناک دی؛ بلکې د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره هم یو جدي ګواښ بلل کېدای شي.
که څه هم افغان ځواکونه د تل په څېر له خپل دین، خاورې او خلکو څخه د دفاع لپاره چمتو دي او لکه څنګه یې چې په خپلو تازه بریدونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلام اباد تر واک لاندې سیمو کې د شراچوونکو کړیو او د هغوی د ملاتړ کوونکو مرکزونه په نښه او له منځه یوړل، دغسې د تل لپاره خپل دښمن حرکت کولو ته نه پرېږدي او له منځه یې وړي؛ خو پاکستان کې د دغو ډلو مرکزونه د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی او نړۍ ته په کار ده، چې پر پاکستان د فشار راوړلو له لارې پرې نږدي، چې دغه ډلې نړیوال امنیت وګواښي.
دا هم امکان لري، چې همدغه ډلې خپله د پاکستان لپاره په زیان تمامې شي او په راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ کې یې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.