کابل باختر دکب شپږمه :
تېره شپه د پاکستان له خاورې څخه شپاړلس توغول شوي توغندي دکونړ ولايت د دوو ولسواليو په مربوطاتو لګيدلي دي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيد خيل باخترآژانس ته وويل: دغه توغول شوي توغندي ددغه ولايت د دانګام اوشيګل په ولسواليو لګيدلي دي چې د سر زيان يې نه دى اړولى خو مالي تاوان اوښتى دى.
دکونړ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د پاکستان له خاورې څخه نږدې زر توغندي دکونړ په ولايت توغول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ