نړۍ

پاکستاني طالبانوپه وزيرستان کې له ميشتو بهرنيانو څخه وغوښتل چې له دغې سيمې څخه ووځي .

کابل باختر دغبرګولي يو ويشتمه :
  دپاکستاني طالبانو دتحريک له ډلې څخه دجلا شويو طالبانو شورا له  بهرنيو ياغيانو او ددغې ممنوعه ډلې له ملاتړو څخه غوښتي دي چې يا دې په سوله ئيزه توګه په شمالي وزيرستان کې ژوند وکړي اويادې له دغې سيمې څخه ووځي.
باختراژانس دپاکستان د دان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دطالبانو دشورا غونډه چې دقوماندان حافظ ګل بهادر له خوا رهبري کيده له نامعلوم ځاى څخه وويل چې په دې وروستيو وختو کې حکومت داتمانزو دقوم مشرانو ته يو پنځلس   ورځنى  مهلت ورکړى دى چې دبهرنيو  اتباعو په ګډون افراطيون له شمالي وزيرستان څخه وباسي اويا به دهغوى له اقدام سره مخامخ شي.
دطالبانو دشورا غونډه ددوشنبې په ورځ په يوې  قومي جرګې سره ديوه قومي مخور حاجي شير محمد په مشرۍ جوړه شوې وه .
  ددغې شورا ويندوى احمد الله خبريالانو ته وويل چې دحافظ ګل بهادر ډلې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې دپاکستان له حکومت سره يو موافقه ليک لاسليک کړى و چې له بهرنيو اتباعو او دطالبانو له ملاتړو څخه غوښتي وو چې بادي خيل سوله ئيز ژوندانه ته دوام وکړي اويا دې له شمالي وزيرستان څخه ووځي .
يوله هغو  کسانو څخه چې ددغې شورا په غونډه کې ګډون کړى و ، وويل چې دغه شورا به په دې سيمه کې ګډوډي ونه زغمي .
دغه ويندوى زياته کړه چې له حکومت سره موافقه ليک به د روان کال دغبرګولي دمياشتې تر ديريشمې نيټې  پورې نافذ پاتې شي .
  سيمه ئيزو اوسيدونکو وويل چې دقومي جرګې له خوا يوه خبرتيا  صادره شوې ده اوپه هغې کې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې له خپلو کورونو څخه دې ونه وځي ،دغه راز په دې جرګه کې له هغو خلکو څخه چې بنوښار ته تللي دي، غوښتل شوي دي چې بيرته شمالي وزيرستان ته ستانه شي .
دپاکستان  خبري سرچينو وويل: حاجي شيرمحمد خلکو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به په دې سيمه کې پوځي عمليات پيل نه کړي او دغه موضوع به دخبرو اترو له لارې حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته