نړۍ

پاکستانيان د ناټو د ترانزيت لارې لپاره يوه طرحه وړاندى کوى او امريکائيان ډاډ من دي چې دغه ستو نزه په مناسب حد کې حل شي

کابلباختردحمل ٢٦

دپاکستان پارلمان دامريکا له متحده ايالاتو سره ددغه هيواد د اړيکو د ترنګلتيا د يوې دوري له تيريدو وروسته په دې وروستيو وختو کې يوه طرحه تصويب کړه چې له مخې يې له پخوا نى متحد او تمويلونکى امريکا سره د پاکستان په اړيکو بيا کتنه کيږي

په نوى طرحه کې د پاکستان پارلمان چې ددغه هيواد د امنيتي کميسيون له خوا وړا ندى شوى ، څوارلسو ټکو ته اشاره شوې ده چې يو يې په ځينو قبايلي سيمو د ا مريکا دبي پيلوټه الو تکو د بريدونو سملاسي بندول دى

 په دې سربيره دپاکستان د پارلمان په طرحه کې په دغه هيواد کې د ا مريکا دپښو دمنډ تعقيبول ، د پاکستان له خاوري څخه افغانستان ته د هرډول وسلو مهماتو او حربي تجهيزاتودليږدونې بندول ، دامريکا يي ځوا کو نو له خوا د پاکستان په خا وره کې دهرډول رسمي او غير رسمي پوځي عمليا تو بند ول او په پاى کې د تيرکال د نوامبر  د ٢٦ نيټې دپيښې له ا مله چې په مو مندوکې د پاکستان د مليشو پرسنګرونودامريکايي الوتکو بريد وشو او ٢٦ پا کستا نى پوځيان پکې ووژل شول . په رسمي ډول د ا مريکا د بخښنې غو ښتنه او بله خبره چې دپاکستان دپارلمان غړى پرې ټينګار کوي چې د پاکستان او امريکا ترمنځ دې هيڅ لفظي تړون نه کيږي بلکې ټول تړونونه دى په ليکلى ډول او دپارلمان په موافقه وشي

 دسياسي کارپوهانو په باور پاکستان په وروستي حرکت او خوځښت سره هلې ځلې کړي وي چې پاکستان يوځل بيا د تروريزم پر خلاف په نړيوالې مبارزه کې يو مطرح هيواد وښيي او له ماجرا غوښتنې څخه زيات امتياز غو ښتني ته مخه وکړي

سره له دې چې د امريکا حکومت د پاکستان د پارلمان نوى طرحه په يو ډول نه يوډول ردوي ، د دغه هيواد مذهبي ګوندونو چې اوس د پا کستان په پو ځى ، سياسي او ټولنيزه ټولنه کې په يو قوى ځواک بدل شوى دى ددغه هيواد د پارلمان غو ښتنې په ټيټه کچه بولى او په دې ټينګار کوى چې بايد پر ا مريکا زيات زور واچول شي اودافغانستان په لور هغه ځاى ته چې د ناټو څه نا څه ١٣٠ زره عسکر ځاى پرځاى دي د پاکستان تدارکا تى لاره دغه را ز تړل شوى پا تې شي

 لکه څرنګه چې د پاکستان دجمعيت العلما يوه مشرمحمدابراهيم مشعل ددغه هيواد دپارلمان په وروستي تصميم باندې د نيوکې په ترڅ کې ټينګار وکړ، په هرکال کې له پاکستان څخه افغانستان ته به ناټو تدارکاتى لاره دغه راز تړ لى پا تې شي

د پاکستان په مذهبي ټولنو کې بنسټپال شخص مولا نا سميع الحق چې د پاکستان ددفاع دشورا رئيس هم دى .

امريکا دڅلويښتو زرو پاکستانيا نو د وژنې عا مله بو لى او وايي د پا کستان وروستي طرحه ددغه هيواد د خلکو په ګټه نه ده

د پاکستان نور مذهبي مشران هم د ابرا هيم مشعل او مولا نا سميع الحق سره ګډنظرلري له بلې خوادپاکستان نور سياسي مشران هم ددغه هيواد دپارلمان وروستي طرحه دپاکستان د ملى ګټو پرخلاف بللې ده لکه څنګه چې دانصاف دتحريک رئيس محران خان چې ميرمن يې يهودي ده ، د نوى طرحى پير وي يې  د اسلام ا باد له خوا د واشنګټن دپښو د منډ تعقيبول و بلل

په افغا نستان کې دسياسي مسئلو کارپو هان په دې با ور دي چې د پا کستان حکومت له واشنګټن سره د اړيکو د ترنګلتيا له ا مله په رسيدلى زيان ښه پوه شول ، اوس غواړي چې د خپل هيواد پارلمان ديوې وسيلې په تو ګه وکاروي اود افغانستان په لورد ناټو د ترانزيت لارې دبيا پرانيستلو لپاره پارلمان يوه وسيله کړي ځکه هغوى د ا مريکا په وړاندى په څو مياشتني قهر او غو سي سره پا تې راغلى دي او له ا مريکا سره د سو لې او معا ملې له لارې پرته بله لاره نه لري .

دغه راز دوام ورکوي که چيري ا مريکا د پارلمان دغه غو ښتنه و مني له شک پرته د پاکستانيا نو دغو ښتنې بل ګام دولت اود وژل شويو پو ځى مليشو کورنيو  ته د امريکا ئيا نو له خوا د تا وان ورکول دى

امريکا ئيان ډاډ من دي چې پاکستانيان له دې زيات نه غواړي ددوى د تيلو پيسې له لاسه ورکړي په پاى کې دوى په خپله ددغې ستو نزې لپاره د حل يوه لاره پيدا کوى پارلما ني غونډې ، دپاکستانى مقاماتو کتنې او په پاى کې دطرحو او شرايطو وړا ندى کول د ا مريکا ئيا نو لپاره شين څراغ دى

د پاکستان د پارلمان د وروستي تصميم په وړاندى دامريکاد بهرنيو چارو وزارت له غبرګون سره دغه ټکي څرګنديږي چى په افغا نستان کې د چارو د کارپوهانو څيړنه ډيره دقيقه ده لکه څنګه چې د ا مريکا د بهرنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې د پاکستان د پارلمان وروستي تصميم په يوې منځنې اندازې ددغه هيواد درول دى په دې مانا چې داسې کار وشي چې نه سيخ وسوځي او نه کبا ب

د امريکا دبهرنيو چارو وزارت ويندوى مارک تونر د جمعې په ورځ وويل موږ د پاکستان دځواب غو ښتونکى يو او له دغه هيواد سره په خپلو اړيکو کې پرمختګ لرو او يو مناسب حد ته ورسيږو هغه حد ته چې متقا بل تفاهم وي

ځينو ا مريکايي منا بعو پخوا پرقبايلي سيمو ددغه هيواد د بي پيلوټه الو تکو د بريدونو بندول رد کړى دى او هغه يې دډار اچوونکو د له منځه وړلو لپاره ډيره ښه لاره بللې ده او پردوام يې ټينګار لري او ويلي يې دي له پا کستان سره ستونزه له نورو لارو چې د پيسو ورکړې ته اشاره ده کيداي شي ديادونى وړ ده چې ا مريکا په ٢٠١٠ ميلادي کال کې څه نا څه يوسلو يوځلې د خپلو بې پيلوټه الوتکو په واسطه په پا کستان بريدو نه و کړل او په ٢٠١١ کال کې دغه شان بريدو نه دوه شپيتو ته ورسيدل

سره له دې چې د مومندو ايجنسي له پيښې وروسته چې څلور ويشت تنه پکې ووژل شول او پا کستان ددغو بريدونو د بندولو خبر داري ورکړ بي پيلو ته امريکا يي الو تکو څوځلې د پا کستان په خا وره کې پرهدفو نو بريدونه و کړل او ويې ښودل چې خپل کارکوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته