امنیت

پاکستانى پوځيانو په کوڼرکې دافغانستان پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٤ :

پاکستاني پوځيانو په کونړ ولايت کې دافغانستان پرسرحدى پوستو بريدونه  وکړل.

دغه وسله وال بريدونه چې دپاکستان توپچي پوځ يې هم ملاتړ کاوه نن سهار پيل شوي دي اودغه راز دوام لري.

دغه پيښه هغه وخت وشوه چې دپاکستان په لسګونو تنو پوځيانو ددانګام ولسوالۍ دنشي په نامه سيمه کې  پرڅو افغان امنيتي پوستو ددرندو جنګي وسايلو ډزې وکړې .

دافغانستان د خيتځ  زون دپوليسو درسنيو يومسوول باختراژانس ته وويل چې افغان ځواکونو دځان په دفاع لاس پورې کړ او ددواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده .تراوسه پورې ددغې جګړې دسردزيانونو شمير نه دى مشخص شوى.

دختيځ زون دپوليسو درسنيو دغه مسوول وايي دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه ددغه هيواد له ځمکنيو ځواکونو سره جوخت داځل په مستقيمه توګه پرافغان امنيتي پوستو پيل شوي اودوام لري .

دنشي دکلي اوسيدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو پرافغان امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

ددې پيښې جزئيات وروسته خپريږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته