ورزش

پامير او ګلوبل ترست وروستي پړاو ته لاره وموندله

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
له دولس کلنى څخه ښکته د تنکيو ځوانانو د فوټبال دغوره سيالۍ وروستى نيمايي پړاو نن په دوو لوبو سره پيل شو.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل : په لومړۍ لوبه کې د ګلوبل ترست ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د کوثر ټيم ته ماتې ورکړه .
خو د پامير او يونايتد سادات د ټيمونو لوبه په پاى کې د پنالټى په ګوزارونو سره د يوې په وړاندې په دريو سره د پامير د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دقيومي دڅرګندونو له مخې: د دواړو لوبو ګټوونکي ټيمونو د دغو سياليو وروستى پړاو ته لاره وموندله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته